د امریکا استېناف محکمې خپلې وروستۍ دعوا کې سختې پوښتنې مطرح کړې

د امریکا متحده ایالاتو استېناف محکمه د اوو عمدتاً مسلمانو هېوادونو په اتباعو امریکا ته د سفر د بندیز په اړه په دعوا کې سختې پوښتنې مطرح کړې.

له دې ډلې ټاکل شویو وکیلانو د ټرمپ ادارې له مدافع وکیلانو پوښتنه کړې چې ایا په لېست کې د شاملو هېوادونو کوم تبعه چې ګرین کارټ لري کوم جرم کړی که څنګه؟

په ځواب کې مدافع وکیل ویلي چې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‎دي ثبت شوي.

د پرون ورځې د محاکمې په جریان کې نورې پوښتنې هم مطرح شوي چې د محکمې جریان‌یې لاپسې پېچلی کړی.

تمه ده روانه اوونۍ په دې اړه استېناف محکمه خپله پرېکړه واوروي.

که څه هم په دې برخه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ قدرت ازمویل کېږي خو استېناف محکمه هغه سختې پوښتنې لټوي چې له امله‌یې د واشنګټن د سیاټل محکمې له‌خوا د جوړې شوې دعوا په اړه تصمیم ونیسي.

په واشنګټن کې یوې محکمې د ولسمشر ټرمپ هغه فرمان چې له مخې یې د اوو عمدتاً اسلامي هېوادونو اتباع امریکا ته له ورتګ بند شوي و د لنډ وخت لپاره بند کړ.