رباني: له ترورېزم کار اخیستونکي باید پوه شي چې دا کار خطرناک دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هغه هېوادونه چې له ترورېزم څخه د بهرني سیاست لپاره کار اخلي باید پوه شي چې دا کار د دوی لپاره خطرناک دی.

صلاح‌الدین رباني په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د سیمې د هېوادونو او نړیوالو له همکارۍ پرته له ترورېزم سره مبارزه ناممکنه ده.

دی وايي:

"اړتیا ده هغه هېوادونه چې ترورېزم ساتي، تروریزم روزي او له تروریزم څخه د بهرني سیاست لپاره کار اخلي باید مخه‌یې ونیول شي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د یکشنبې په ورځ له روسیې سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د ترورېزم سره د ګډې همکارۍ په هدف هغه هېواد ته سفر وکړ.