عبدالله: ټول دولتي بنسټونه باید د برېښنا بېلونه تحویل کړي

د افغانستان اجرائیه رئیس له ټولو دولتي بنسټونو څخه غواړي چې د برېښنا بېلونه تحویل کړي.

له دغه ریاست څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي عبدالله عبدالله مالیې وزارت او اړوندو دولتي بنسټونو ته سپارښتنه وکړه چې د برېښنا شرکت د پیسو معامله تصفیه کړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت د رئیس قدرت‌الله دلاوري په خبره د وزارتونو په ګډون ۵۴ دولتي ادارې شااوخوا ۱،۲ میلیارده افغانۍ پوروړې دي.