د افغانستان د ملي مشارکت ګوند وايي، کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ به د وسلهوالو طالبانو جګړه لا نامشروع کړي.
د دغه ګوند مشر نجیبالله کابلي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د هرکلي په نامه جوړې شوې غوندې ته وکړې.
دی وايي:
"بالاخره کله چې د حزب اسلامي امیر افغانستان ته راځي نور طالبانو ته جنګ مشروعیت نهلري، هغه طالبان چې نن انتحار او جنګ کوي او خپل مشروعیتیې پخوا بایللی لا بهیې وبایلي، که څوک وغواړي یا ونهغواړي حزب اسلامي یو سراسري ګوند دی او راتګ بهیې مثبتې اغېزې ولري."
په افغانستان کې د وسلهوالو مخالفینو د جګړې پر دوام له دې وړاندې هم غبرګونونه ښودل شوي او د عربي نړۍ علماوو د هغې پر نهمشروعیت ټینګار کړی دی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې هوکړې ته ورسېد او په ډېرو هغو شرطونو یې له افغان دولت سره موافقه کړې چې وسلهوال طالبانیې وار دمخه شرطونه یادوي.
د ملي مشارکت ګوند مشر نجیبالله کابلي وايي چې ګاونډي هېوادونه او ځينې مغرضې کړۍ د افغانانو دا ډول یوځای کېدل نهشي زغملی ځکه نورې مخالفې ډلې بینالافغاني خبرو ته نهحاضرېږي.
ښاغلی کابلي په ټینګار سره وايي چې ګلبدین حکمتیار ته باید هرکلی وویل شي، ځکه د ده په خپره په دې ډول به افغانان د سولې د مخالفو کړیو، ګاونډیو هېوادونو او نفاق اچونکو په وړاندې ښه غبرګون ښودلای وي.
خو په پلازمېنه کابل کې بیا په همدغه ورځ د ملي کنګرې مشر عبدالطیف پدرام یوې غونډې ته ویلي چې د حکمتیار راتګ به له ځان سره ځينې اندېښنې هم ولري.
ښاغلي پدرام ویلي چې د ګلبدین حکمتیار له راتګ سره به نه ستونزې هوارې شي او نه به هم ثبات ټینګ شي.
له دې سره په کابل کې مېشت د حزب اسلامي مخکښ غړی غیرت بهیر وايي چې د ګلبدین حکمتیار راتګ ته کار روان دی او هغه به ډېر ژر په کابل کې راڅرګند شي.
ښاغلي بهیر دغه خبرې د ملي مشارکت ګوند سره ګډې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
دی زیاتوي:
"زه وروڼو ته ډاډ ورکوم چې مشر مو انشاءالله ډېر ژر راڅرګندېږي او هغه به ډېر ژر کابل ته تشریف راوړي، موږ یو د بل د منلو او پر یوځای اوسېدلو باور لرو او د همدې روحیې سره فزیکي حضور پیدا کوو او د نفیې سیاست په کلکه سره ردوو."
ښاغلي بهیر که څه هم د حکمتیار د راتګ دقیق وخت ونهښود خو ویېویل چې د حزب د بندیانو د خوشې کېدلو، د حزب د کډوالو د برخلیک معلومېدلو، د ګلبدین حکمتیار لپاره د یو مناسب هستوګنځي د ټاکلو او د ځینو نورو مواردو په عملي کېدلو سره به د هغه د راڅرګندېدو انتظار رالنډ شي.
کابل ته د حکمتیار د راتګ خبرې او ورسره جوخت د یو شمېر ګوندونو او سیاسي څېرو بېلابېل غبرګونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو له لېست څخه د حکمتار نوم ایستلو کابل ته د دغه مشر د راتګ هیلې زیاتې کړې دي.
حزب اسلامي وايي، په افغانستان کې د سولې فیصله اسانه کار نهدی، خو د بحران څخه د هېواد د وتلو په خاطر باید ورته غاړه کېښودل شي.
له دې وړاندې سولې ته غاړه اېښودونکې دې ډلې پر وسلهوالو طالبانو هم د ورته اقدام غږ کړی او د سیاسي مذاکرو له لارې یې د روانو ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.
راپور: یوسف خان ځدراڼ