پدرام د فدرالي نظام جوړېدو غوښتنه وکړه

د ملي کنګرې ګوند مشر د اوسني ریاستي نظام پر ځای د فدرالي نظام پر جوړېدو ټینګار کوي.

عبدالطیف پدرام نن په کابل کې خبریالانو ته وویل که نظام فدرالي نه‌شي، د هغه په خبره هېواد به نور هم د ستونزو خوا ته ولاړ شي.

هغه وویل:

"تجربو ته په کتو موږ نن وایو چې دا نظام باید فدرالي شي دا نظام نور ځواب ویونکی نه‌دی او په راتلونکي کې به هم نه‌وي ځکه دا جوړښت ځواب ورکوونکی نه‌دی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اساسي قانون کې اوسنی نظام ریاستي نظام بلل شوی چې ولایتونه له مرکز څخه کنټرولېږي.