د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر وايي چې حزب اسلامي له افغان حکومت سره د لاسلیک شوي توافق د تطبیق ټولو مادو ته ژمن دی.
امین کریم نن په کابل کې په یوې خبري غونډه کې د ځینو هغو رسنیو اوازې په کلکه رد کړې چې ویلي و حزب اسلامي نیت نهلري چې خپل وسلهوال ګروپونه غیر منحل کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"حزب اسلامي سل په سلو کې د توافقلیک مادو ته چې په هغه کې نظامي برخې انحلال دي مکلف او ژمن دی."
ښاغلي کریم که څه هم د چا نوم وانهخیست، خو له ټولو ګوندونو یې وغوښتل چې خپل نظامي تشکیلات لهمنځه یوسي او له افغان ملي پوځ څخه ملاتړ وکړي.