سرچینه: د هلمند سنګین کې ۱۵ وسله‌وال وژل شوي

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې پنځلس وسله‌وال وژل شوي دي.

په سنګین کې یاد عملیات د سې شنبې د ورځې په سهار پيل شوي دي چې تر دې دمه دوام لري.

د ملي اردو په ۲۱۵ میوند قول اردو کې یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل په دې عملیاتو کې یو شمېر امریکایي کوماندویان هم د افغان ځواکونو سره برخه لري.

د سیمې خلک وایي، د سنګین ولسوالۍ د بازار په شااوخوا سیمو کې درنه بمباري شروع ده او وسله‌وال هم مقاومت کوي.

د هلمند د والي ویاند په دې اړه معلومات ورنه‌کړل خو ویې‌ویل په سنګین کې د څو ورځو راهیسې عملیات ادامه لري.

د یو بل خبر له مخې د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو په هوايي حمله کې شپږ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د والي له دفتره نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا حمله تېره شپه د ګرمسېر ولسوالۍ په خارکو سیمه کې شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو طالبانو کې د دوی مشهور قوماندان نجیب‌الله چې په مدد مشهور دی شامل دی.

ګرمسېر ولسوالۍ څو ورځې وړاندې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ د سختو جګړو شاهده وه.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.