حقجو: ۲۰۱۶ کال کې ۱.۶ میلیارده ډالره پانګونه شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې ۱،۶ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده.

د دغه وزارت مرستیال محمد قربان حقجو نن په کابل کې د کورنیو توکو د لومړني نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې وویل چې نوې پانګونه د تېرو کلونو د جذب شوې پانګونې په پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.

ښاغلی حقجو زیاتوي:

"تېر کال د ۱.۶ میلیاردو په حدودو کې پانګونه ثبت او جذب شوې ده چې دا د تېرو کلونو د پانګونې په پرتله یو فوق‌العاده لوړ رقم دی."

ښاغلی حقجو زیاتوي د صادراتو د ملي پراختیا برنامه وروستۍ شوې او د ده په خبره ټاکل شوې چې د کابینې په راتلونکې اقتصادي غونډه کې تصویب شي.