دفاع وزارت: د ملکي تلفاتو مخنیوي ته زیات پام شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو هڅه کړې چې د جګړې په میدان کې یوه افغان وګري ته هم زیان ونه‌رسېږي.

له دغه وزارت څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي مرستندویه مأموریت کلنی راپور چې د ملکي تلفاتو په هکله‌یې خپور کړی دی په غور سره وکوت.

اعلامیه زیاتوي افغان ولسمشر د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوي ته زیات پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما اعلان وکړ چې ۲۰۱۶ کال د افغانستان په جګړه کې ۱۱ زره ۵۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.