چارواکي: هسکه مېنه کې بې‌پیلوټه الوتکې ۲ داعش جنګیالي وژلي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې هسکه مېنه ولسوالۍ کې د بې‌پیلوټه الوتکې په دوو بېلابېلو حملو کې دوه داعش جنګیالي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ د رسنیو مسؤل حضرت حسین مشرقي‎وال نن ازادي راډيو ته وویل چې دا حملې تېره ورځ ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ په چهاروازې او نرۍ اوبو سیمو کې شوي دي.

داعش وسله‎والو تر اوسه د دې حملو په اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.

په دې وروستیو کې په هسکې مېنې او اچین ولسوالیو کې پر داعش جنګیالیو هوايي حملې زیاتې شوې دي چې یادې ډلې ته‌يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.