د وروستیو واورو او توپانونو له کبله د افغانستان یو شمېر بندې شوې لویې لارې نن بېرته پرانیستل شوې.
له پېښو سره د مبارزې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس له ازادي راډیو سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه چې ځینې نورې لویې لارې به هم نن بېرته پرانیستل شي.
"له ښه مرغه د کابل-کندهار، کابل-شینوار لارې اوس خلاصې دي. د سالنګونو لار هم پرانیستې ده. ډېرې بندې شوې لارې د فواید عامې، د کلیو پراختیا او له پېښو سره د مبارزې د ادارې په ګډو هڅو بېرته پرانیستل شوې دي."
ولسمشراشرف غني تېره شپه په یوې وېډیويي وینا کې وویل، د سږ کال د جدي له لومړۍ څخه تر اوسه پورې ۱۶۰ تنه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په طبیعي پېښو کې مړه شوي دي.