ثورنبیري: امریکا دې د توغندیو مدافعې برخه کې نوره پانګونه وکړي

د امریکا د کانګرس استازو د جرګې مخکښ غړي ماچ تورنبیري "Mac Thornberry" وايي، د ایران او شمالي کوریا د توغندیو ازموینو ته په پام سره متحده ایالات باید د توغندیو د هوايي مدافعې په برخه کې نوره پانګونه وکړي.

تورنبیري چې د کانګرس د استازو د جرګې د وسله‎والو خدماتو د کمېټې مشر دی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ټرمپ ادارې تیره اوونۍ د یوه بالسټیک توغندي د ازموینې له کبله پر ایران نوي بندیزونه ولګول.

تهران وايي چې دا توغندی یې د دفاعي اهدافو لپاره ازمویلی.

تورنبیري پرون په واشنګټن کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ایران او شمالي کوریا ته اشاره وکړه او ویې‌ویل، د توغندیو د دفاعي سیسټم اهمیت په زیاتېدو دی او زیاته‌یې کړه چې امریکا د هوايي مدافعې پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، نړیوال لوبغاړي داسې توغندي جوړوي چې مخنیوی یې ګران دی.

تورنبیري زیاته کړه، کانګرس غواړي د امریکا د پوځ پر بودجې هغه محدودیتونه چې له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره خبرې پرې شوې دي لېرې کړي.