د امریکا استېناف محکمه به د ټرمپ فرمان په اړه اظهارات واوروي

ټاکل شوې چې د امریکا د استېناف محکمه نن په دې اړه چې متحده ایالاتو ته له اوو اسلامي هېوادونو د ټولو کډوالو پر سفر د مؤقت بندیز په برخه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا لګول شوی بندیز ومني که نه؟ اظهارات واوروي.

په سان فرانسېسکو کې د استېناف محکمې د عدلیې وزارت او د واشنګټن او مینې سوټا د ایالتونو له وکیلانو غوښتي چې نن په سیمه‌ییز وخت د ماسپښین په درې بجو په دې اړه چې د ولسمشر ټرمپ د اجرائیه فرمان باطلولو ته دوام ورکړي که نه؟ خپلې دفاعیې چمتو کړي.

د واشنګټن ایالت د مرکز سیاټل یوې محکمې د جمعې په ورځ د ولسمشر ټرمپ فرمان باطل اعلان کړ او د عراق، ایران او پنځو نورو جګړه ځپلو اسلامي هېوادونو وګړو ته‌یې امریکا ته د ننوتو اجازه ورکړه.

له دې حکم سره د امریکا د څو نورو ایالتونو، د پخوانیو ډيپلوماتانو، د قانون د تنفیذ د ادارو د چارواکو او د ټکنالوژۍ د مخکښو کمپنیو لهخوا د ټرمپ له فرمان سره مخالفت پیل شو.

ولسمشر ټرمپ استدلال کوي چې د ده فرمان د ترورېزم په وړاندې د امریکا ساتنه کوي خو مخالفان‌یې وايي چې د مذهب پر بنسټ امریکا ته پر سفر بندیز له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.