د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي دی غواړي چې له امریکا او بریتانيې سره په ګډه د ایران د توغندي د وروستۍ ازموینې پر وړاندې خپل ځواب جوړ کړي.
ټاکل شوې ده چې نتانیاهو نن په لندن کې د بریتانيې له صدراعظمې او د بهرنیو چارو له وزیر سره او راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.
لندن ته تر روانېدو دمخه د اسرائیل صدراعظم وویل دې ته اړتیا ده چې درې هېوادونه د ایران د بېساري یرغل پر وړاندې ودرېږي.
ولسمشر ټرمپ د ایران او نړیوالو قوتونو تر منځ د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه رد کړې او درې ورځې وړاندې يې پر ایران د دغه هېواد لهخوا د توغندي د ازموینې له امله نوي بندیزونه ولګول.