خوست کې پولیسو درې تنه موټر تښتونکي نیولي دي

د خوست امنیتي چارواکي وايي چې درې تنه هغه موټر تښتونکي يې نیولي چې په نورو ولایتونو کې به‌يې د ګاډو غلاوې کولې.

د دوشنبې په ورځ ناوخته د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض‌الله غیرت ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو یاد موټر تښتونکي هغه مهال ونیول چې د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ څخه‌يې یو عراده فېلډر موټر خوست ته راوستی و.

فیض‌الله غیرت زیاتوي، کله چې د قضیې په باب پولیسو ته خبر ورکړل شو، نو دوی د خوست-ګردېز د لويې لارې په اوږدو همدارنګه د ښار په عبوري دروازو کې چک پاینټونه ایجاد کړل چې په نتیجه کې پولیسو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې درې واړه موټر تښتونکي د ګاډي سره یوځای ونیول.

د خوست امنیه قوماندان وايي:

"دوه ورځې مخکې زموږ بېدارو پولیسو ته د پکتیا نه اطلاع رسېږي چې یو عراده فېلډر موټر د څمکنیو ولسوالۍ نه غلو تښتولی دی، په دې وخت کې زموږ زړور پولیس لاس په کار کېږي، د ښار ټولو لارو او هغه لارو کې چې د نورو ولایتونو څخه خوست ته راغلي دي، چک پاینټونه ایجادوي چې په نتیجه کې دغه موټر د درېیو سارقینو سره یوځای باالفعل نیسي او د قانون منګولو ته‌يې سپاري."

د خوست امنیه قوماندان د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي یو شمېر کسان بېرته خوشې کېږي، وویل چې د دوی دنده د قانون تنفیذ او د مجرمینو نیول دي، البته هغوی ته سزاء غوښتنه او سزاء ورکول په عدلي او قضايي ادارو پورې اړه لري.