د سالنګ لويه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مشر ډګر جنرال محمد رجب ازادي راډيو ته وويل چې دا لاره به یوازې د ورځې لهخوا پرانیستې وي ځکه چې د شپې لهخوا په دې لارې د ځینو ستونزو احتمال شته.
هغه وویل چې له واورو نه د سړک پاکولو کار روان دى، څو د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره هم مساعد شي.
دا لويه لاره چې په پروان او بغلان ولايتونو کې د سالنګ له غرونو تېرېږي او د هېواد پلازمېنه د هېواد له شمالي ولايتونو سره نښلوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د سختو توپانونو او واورې په سبب تړل شوې وه.