نيازی: د پکتیا پر اکثريت دولتي ادارو نېږدې ۲۲ ميلونه افغانۍ پور پاتې

د پکتيا د برېښنا رئيس محمد اصف نيازی وايي چې د دغه ولايت په اکثريت دولتي ادارو يې نېږدې ۲۲ ميلونه افغانۍ پور پاتې دی او تر دې مهاله سره له کتبي مکاتبو دوی ته پيسې نه دي تحويل کړي او د برېښنا وضعيت يې خراب کړی دی.

دی وايي، هڅه يې کړې چې د برېښنا بېلونه له پوروړو څخه بېرته واخلي خو لا هم په دې نه دي توانېدلي چې دغه پيسې ترلاسه کړي، خو د ولسمشر د فرمان او د والي زلمي ويسا له جدي سپارښتنو وروسته ورسره يو شمېر پوروړو پيسې تحويل کړي او نورو ورسره د تحويلي ژمنه کړې.

دی دا هم وايي چې په نږدې وخت کې به له کابله پکتيا ته د انتقالي برېښنا پروژه بشپړه او د برېښنا لينونه به نېږدې ۱۵۰۰۰ نورو کورونو ته وغځوي:

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتيا د برېښنا رئیس محمد اصف نيازي سره مرکه