ټرمپ د جمهوريت غوښتونکو او ډموکراتانو انتقادونو سره مخ شوى

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د خپلې يوې وروستۍ مرکې له کبله د جمهوريت غوښتونکو او ډموکراتانو له انتقادونو سره مخامخ شوى دى.

په دې ټلوېزيوني مرکه کې ټرمپ د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين دفاع کړې ده.

دغه مرکه چې پرون له فاکس ټلوېزيون نه خپره شوه، خبريال بېل او رايلي له ټرمپ څخه پوښتنه وکړه، ايا د پوتين درناوى کوئ؟

کله چې ټرمپ ځواب ورکړ هو! خبريال وويل: پوتين خو يو قاتل دى.

ټرمپ په ځواب کې وويل:

"قاتلان خو زيات دي، موږ يې هم لرو. تاسې څه فکر کوئ زموږ هېواد دومره بې‌ګناه دى؟"

د امريکا د مشرانو جرګې رئيس ميچ مک کانل چې جمهوريت غوښتونکى هم دى، د ټرمپ پر تبصرو انتقاد کړى دى.

ده ويلي فکر نه‌کوم د هغه څه چې روسيه‌يې په خپل‌سري ډول ترسره کوي او هغه چارې چې امريکا يې پر مخ بيايي سره برابر وي.

جمهوريت غوښتونکي سناتور بين ساس چې وخت ناوخت‌يې پر ټرمپ انتقاد کړى، د ټرمپ دغو تبصرو ته د انتقاد ګوته نيولې ده.

په همدې حال کې مايکل مک فال چې پخوا په روسيه کې د امريکا سفير او د پخواني ولسمشر بارک اوباما سلاکار و، د ټرمپ دغه څرګندونې ناوړه بللې دي.