د رومانیا سوسیال ډموکرات حکومت یو اضطراري فرمان لغوه کړ

د رومانیا سوسیال ډموکرات حکومت هغه اضطراري فرمان رسماً لغوه کړ چې له مخې يې په اداري فساد ځيني تورن مقامات له جرم پاک ګڼل کېدل.

د دغه فرمان پر ضد څه کم يوه اوونۍ په رومانيا کې پراخې مظاهرې روانې دي.

د رومانيا کابينې په يوه اعلاميه کې چې تر يوې بېړنۍ غونډې وروسته خپره شوې د دغه فرمان لغوه کېدل تائيد کړي دي.

خو سياسي تحليلګر کرستيان پاتراسکونيو روېټرز اژانس ته وويل، اوس د حکومت پر مشروعيت شکونه ولاړ شوي دي.

دی زیاتوي:

"دا مهال ستونزه د حکومت اعتبار او مشروعيت دى. دا حکومت اوس د اعتبار وړ نه‌دى، ځکه دغه فوق‌العاده فرمان‌يې پېشنهاد کړى و. فکر کوم چې د خلکو دا خوځښت به روان وي."

د ټلوېزيوني رسنيو د راپور له مخې شاوخوا دوه لکه کسانو پرون په پلازمېنه بخارست کې مظاهره وکړه او اکثرو يې د صدراعظم د استعفا غوښتنه وکړه.

د رومانیا صدراعظم سورین ګریندینو "Sorin Grindeanu" د شنبې په ورځ ویلي وو چې دا فرمان ځکه لغوه کوي چې نه‌غواړي هیواد يې پر دوو برخو ووېشل شي.