ايران په پام کې لري د امريکا د غېږنيونې د ټيم غړو ته وېزې ورکړي چې د نړيوال جام په ازادو سياليو کې برخه واخلي.
د ايران د خبري اژانس اېرنا په حواله، په پام کې ده دغه مسابقې د فبرورۍ پر ١٦مه او ١٧مه وشي.
ايران په دې توګه له خپلې هغې پرېکړې شاته شو چې د جمعې په ورځيې ويلي وو نور به امريکايانو ته ویزه نهورکوي.
ايران هغه اعلان د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه اجرائيه فرمان په ځواب کې کړى و چې له مخې يې ايرانيانو ته د ويزې ورکول درول شوي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي د ټلګرام په يوه پيغام کې ويلي، د امريکايي ورزشکارانو ټيم ته به د امريکا د هغه فډرال قاضي د پرېکړې له کبله قسماً ویزې ورکړل شي چې د ولسمشر د اجرائيوي فرمان د عملي کېدو مخهيې نيولې ده.
د امريکا د يوې ولسوالۍ د محکمې قاضي جېمز رابرت پرون ناوخته حکم ورکړ چې د ولسمشر اجرائيه فرمان تر هغو نهشي عملي کېداى چې د واشنګټن او مينه-سوتا ايالتونه د ده د دعوا د اقامې په باب پرېکړه نهوي کړې.