د نورستان په برګمتال ولسوالۍ کې د حفصي په کلي کې برفکوچ راغلی چې تر اوسهيې له برفکوچ څخه پنځوس جسدونه رایستل شوي دي او د نورو جسدونو په رایستلو خلکو بوخت دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل د برګمتال پر حفصي کلي نن له غرمې وړاندې برفکوچ راغلی چې نیم کلی یې لاندې کړی او خلکو تر اوسه پنځوس جسدونه له واورو رایستلي او د نورو د رایستلو هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"د حفصي کلي کې برفکوچ تقریباً د کلي اکثره برخې لاندې کړې دي، تر اوسه چې موږ ته کوم معلومات راغلي پهکې ویل شوي چې پنځوس تنه شهیدان دي."
هغه وویل دوی د هوا له لارې خلکو سره د مرستو هڅه وکړه خو سمدستې د هوا د خرابوالي له امله په دې نهدي بریالي شوي.
والي وویل د نېږدې کلیو اوسېدونکو تهیي ویلي چې د حفصي کلي خلکو سره د مرستې لپاره ورشي او د جسدونو په رایستلو کې مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ کوښښ کولو چې خلکو ته د هوا له لارې کمک ورسوو او یا هم زخمیان د درملنې لپاره را انتقال کړو، خو هوا خرابه ده، هلته اوس هم ورښت دی او د طیارو تګ ورته امکان نهلري، که هوا ښه شي نو انشاءالله چې کمک به ورته ورسوو."
هغه وویل د نورستان په منډول ولسوالۍ کې هم پر یوه کور برفکوچ راغلی او په نتیجه کې يې څلور کسان مړه شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.
دی وايي:
"د منډول په سکندو کلي کې یو برفکوچ راغلی او په هغه کې د محمد علي شاه په نوم د فامیل څلور تنه شهیدان شوي او یوه مېرمن سخته ټپي ده."
د برګمتال اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې يې د نورو کلونو په پرتله زیاته واوره شوې او خلکو تهيې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
حاجي غلامالله نورستانی وايي:
"غټ ناورین دی له یو کلي بل ته هېڅ څوک نهشي تللی، پنځه څلوېښت کسان خو ایستل شوي نور هم شته، مکمل یو غټ کلی برفکوچ او توپان لاندې کړی دی، د کلي نفوس خو له پنځه سوو هم زیات دی، د کمک لپاره له نورو کلو څوک نهشي تللی که له هوا څه مرسته وشي وبه ګنې نوره مرسته څوک نهشي کولای."
د نورستان به اکثرو سیمو کې سختې واورې شوي چې له املهيې یاد ولایت ته ټولې تللې لارې تړلې دي.
راپور: روحالله انوري