د رومانیا صدراعظم: نه‌غواړم رومانیا ووېشل شي

د رومانیا صدراعظم سورین ګرېندیانو اعلان کړی حکومت‌یې هغه فرمان چې له مخې يې د اداري فساد ځیني موارد بخښل کېږي لغوه کوي.

د رومانیا صدراعظم دا خبره په پلازمېنه بخارست او شااوخوا پنځوسو نورو ښارونو کې د یوې اوونې پراخو مظاهرو په ځواب کې کړې ده.

خلکو وروسته له هغه خپل غږ پورته کړ چې ولسمشر غوښتل د یوه فرمان په لاسلیک سره ځیني هغه کسان چې له دندې په ناوړه استفادې تورن دي وبخښل شي یا مجرم ونه‌پېژندل شي.

ګرېندیانو پرون وویل نه‌غواړي چې رومانیا په دوو برخو ووېشي او زیاته‌یې کړه چې دولت به د دغه فرمان د لغوه کولو په اړه غونډه وکړي.

د جنورۍ میاشت د دغه فرمان له مخې، له دندې په ناوړه استفادې تورن کسان که د فساد پیسې له ۴۷ زره ډالرو زیاتې وي په هغه صورت کې په بند محکومېږي.