قاسمیار: د افغانستان د سولې موضوع نړیوالو ته مهمه ده

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د بندیزونو له لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم وېستل دا ثابتوي چې د افغانستان د سولې موضوع نړیوالو ته مهمه ده.

د سولي د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعېل قاسمیار نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د نړیوالو په عامه ذهنیت کې د افغانستان د سولې مسئله ارزښت لري او له دې موضوع یې ملاتړ وکړ او بالااخره په دې برخه کې چې یې کوم ملاحظات لرل هغه رفع شول او د ګلبدین حکمتیار نوم یې له لېسته ووېسته."

د ملګرو ملتونو له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې دامنیت شورا د جمعې په ورځ د القاعدې شبکې او داعش له لېسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نوم لېرې کړی دی.

په ورته وخت کې د دغه ګوند ویاند حشمت ‌الله ارشد هم نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو له لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم لېري کېدل له افغان حکومت سره د سولې د هوکړه لیک یو له مهمو مواردو څخه و.

نوموړي وویل، ممکن تر راتلونکو لسو یا شلو ورځو پوري ښاغلی حکمتیار کابل ته راشي او په دې برخه کې مهم تدابیر هم نیول شوې دي.