د سالنګ لويه لار د واورې اورېدو او سختو توپانونو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس جنرال رجب نن ازادي راډیو ته وویل چې دا لاره له تېرې شپې راهیسې بنده شوې.
نوموړي وویل چې پدې لارې تراوسه ۳۳ برفکوچونه راغلي او د نورو برفکوچونو امکان هم شته.
ده همدارنګه وویل ترهغې چې وضعیت ښه نشي دا لاره به د ترافیکو پرمخ تړلې وي.