د سرپل چارواکي وایي، د بلخاب ولسوالۍ په قم کوتل سېمه کې په واورو کې راګیر پاتي شوي ۶۰ مسافر یې ژغورلي دي.
د دغه ولایت د فواید عامې ریئس زلمي رحیمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه مسافر له پنجشنبې ورځې راهیسې په واور کې راګیر پاتي و چې تېره شپه ناوخته امن سیمې ته انتقال شول.
نوموړي وویل چې په دغو مسافرو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د سرپل چارواکي همدارنګه وایي د شدید توفان له وجې دا لاره تړل شوې او له خلکو هم غوښتي چې په دې لاره له تګ راتګ نه ډډه وکړي.