رومانیا کې د څلورمې ورځې لپاره مظاهرې روانې دي

په رومانيا کې د فساد-ضد قوانينو د کمزورۍ په اعتراض، په زرګونو کسانو د څلورمې ورځې لپاره خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړه.

په دغه هېواد کې پرون هم په لسګونو زره کسان لارو کوڅو ته ووتل.

د مظاهرې يوې ګډونوالو لارا تېره شپه رويټرز اژانس ته وويل:

"موږ دلته د خپلو اولادونو لپاره راغونډ شوي يو چې په يوه خپلواک او داسې هېواد کې ژوند وکړو چې له اداري فساد څخه پاک وي، البته چې يو ښه راتلونکى ولرو."

د پلازمېنې بخارست په يوه عمومي ميدان کې تر يولک زيات کسان راغونډ شوي وو، مظاهره چيانو شعارونه ورکول، فرمان لغو کړئ، فساد خلک وژني.

له مظاهرو او اعتراضونو سره- سره حکومت د هغه فرمان له لغو کولو ډډه کړې چې د سې شنبې په ورځ خپور شوى دى.

په دې فرمان کې هڅه شوي د ځينو چارواکو پر ځينو ناوړه استفادو سترګې پټې شي.