چارواکي: ښايي تر دوشبنې د سالنګ لاره د مسافرو پرمخ تړلې وي

د سالنګونو د لويې لارې چارواکي وايي، ښايي تر دوشبنې د سالنګ لویه لاره د مسافرو پرمخ تړلې پاتې شي.

جنرال رجب د سالنګونو د ساتنې او څارنې د اداري مشر آزادي راډیو سره خبرو کې د ۱۳ برف کوچونو خبر ورکړ او له هغو موټرو يې چې د سالنګ کوتل دواړو خواوو ته ولاړ دي هیله وکړه چې خپلو اډو ته ستانه سي.

بل خوا د سرپل د بلخاب ولسوالۍ د قم کوتل سیمه کې تقریباً ۶۰ مسافر په واورو کې له پرون راهیسې ایسار دي.

دوی وايي، که ژر تر ژره مرسته ورسره ونه شي او لاره خلاصه نه شي نو کیدای شي مرګ ژوبله وشي.