د بامیان چارواکي وايي، څه دپاسه ۱۰۰ کسه مسافر او موټر چلوونکي چې د حاجي ګک په کوتل کې په واورو کې ګیر پاتې وو وژغورل شول.
د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن احمدي آزادي راډیو ته وویل چې دغه کسان بامیان ته راوستل شول خو موټر يې اوس هم هلته پاتې دی.
ښاغلی احمدي وايي چې د والي طاهر زهیر په مشرۍ یو پلاوی د حاجي ګک کوتل ته تللی دی او دغه کسان يې ژغورلي دي.
د حاجي ګک کوتل د واورو او توپانونو له امله اوس هم بند دی.