د هلمند چارواکي وايي، ګرمسیر ولسوالۍ باندې د وسلهوالو طالبانو ډله ییز برید پر شا وتمبول شو.
د هلمند چارواکي وایي، ۲۵ مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي، د لومړنیو رپوټونو له مخې ۱۶ طالبان وژل شوي او نهه نور یې ټپیان شوي.
اعلامیه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې دقیق شمېر به يې وروسته اعلان شي.
وسلهوالو طالبانو تر دې دمه په دې هکله څه نهدي ویلي.