هند سفارت افغانانو ته د ویزې ورکولو اسانتیاوې رامنځته کړي

په کابل کې د هند سفارت ویلي د ټولو افغانانو لپاره یې د خپل هېواد د ویزې په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

دغه سفارت نن په خپل رسمي فیس بوک دا خبر خپور کړی دی.

په بیان کې راغلي چې له دې وروسته د سیاحت ویزې تر یوه کاله غځیدلي او همدا راز د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا په خاطر افغان سوداګرو ته پنځه کلنې ویزې ورکوي.

هند سفارت په داسې حال کې د ویزې په پروسس کې د اسانتیا اعلان کوي چې تر دې مخکې یې افغانانو باندې د ویزې د ورکولو په خاطر ځیني شرایط سخت کړي وو.

په بانک کې تر زر ډالرو پورې د پیسو درلودل، د سفر علتونه او صحي معاینات هغه څه و چې ډیری وخت یې خلک د ویزې په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ کړي وو.