بریتانیا اروپایې ټولنې نه د وتلو د عملي کېدو پلان خپور کړی

د بریتانیا حکومت له اروپایې ټولنې څخه د وتلو د عملي کېدو پلان خپور کړی دی.

په دغه پلان کې چې د فبرورۍ پر دوهمه خپور شو راغلي چې بریتانیا له اروپایې ټولني سره د راتلونکو ژورو اړیکو هڅه کوي خو په عین حال کې د کډوالۍچارې او هم خپل قوانین په خپل کنټرول کې اخلي.

دا پلان د بریتانیا د صدراعظمې ټرېزا مې هغه ۱۲ لارښودې اصول تشریح کړي چې د اروپایې ټولنې څخه د بېلېدو لپاره ورکړل شوي دي.

د بریتانیا وګړو د ۲۰۱۵میلادي کال په جون کې هغه ټولپوښتنې ته رأیه ورکړه چې له اروپایې ټولنې څخه د بریتانیا د جلا کېدو په اړه ترسره شوه.

د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د برتیانیا پارلمان د تریزا مې پلان تصویب کړ چې ورسره له اروپایي اتحادیې سره د بریتانیا د جلا کېدو چارې پیلېږي.