د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین هنګري ته تللی

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین نن هنګري ته تللی دی.

په هنګري کې د پوتین او د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان کتنه نن په داسې حال کې پلان شوې چې د اروپايي ټولنې په اړه د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وروستیو دریځونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ټرمپ اروپايي ټولنې ته زیاته لېوالتیا نه‎ده ښکاره کړې او پر ځای یې له مسکو سره د اړیکو نېږدې کېدو ته نیت ښودلی دی.

د پوتین د سفر اهداف اقتصادي مسایل، په هنګري کې د روسیې له‎خوا د اټمي بټيو د رغولو تر لانجې لاندې مسئله او د طبیعي ګازو پېرل یاد شوي دي.

کارپوهانو ویلي هنګري ته د پوتین سفر یوه موقع ده چې دی وکولای شي هنګري وهڅوي څو په روسیې د اروپايي ټولنې له لوري د لګول شویو بندیزونو لیرې کولو ته هڅه وکړي.