افغان چارواکي وايي، پوځیانو په هلمند کې نن او پرون ۱۸ وسلهوال طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د هلمند مطبوعاتي دفتر دا خبره نن په یوه بیان کې لیکلې ده.
د بیان له مخې دا مخالفین په سنګین ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو له لوري وژل شوي او همیې پنځه پټنځایونه لهمنځه تللي دي.
د هلمند چارواکي وايي، د سنګین ولسوالۍ لپاره تازه دمي کومانډو ځواکونه رسېدلي او تصفیوي عملیات روان دي.
په سنګین ولسوالۍ کې له څلورو ورځو راهیسې د افغان پوځیانو او وسلهوالو طالبانو نښتې روانې دي.
خپلواکو سرچینو او په خپله طالبانو د دې تلفاتو په اړه څه نهدي ویلي.