د رومانیا پلازمېنه کې مظاهره تر دوهمې ورځې وغځېده

د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې مظاهره‎چیانو نن د دوهمې ورځې په مخه د فساد پر ضد د رومانیا حکومت د پالېسۍ د کمزوري کولو د پرېکړې په غبرګون مظاهره کړې ده.

د رومانیا حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې له دندو په ناوړه استفادې تورن چارواکي په دغه هېواد کې مجرم نه‌پېژندل کېږي.

سلګونه کسان د فبروري په دوهمه د بخارست سړکونو ته راوتلي دي.

د مظاهرو په دوام نن د تجارت وزیر فلورین یینو په خپل فېس‌بوک باندې استعفا اعلان کړې ده.

یوه ورځ مخکې څه باندې درې لکه خلکو د رومانیا په پنځوسو ښارونو کې د فساد پر ضد مظاهره وکړه.

پرون ګڼ شمېر مظاهره‌چیانو له پولیسو سره شخړه هم وکړه.

یوه مظاهره کوونکي نیکولاس ستانکو روېټرز ته وویل:

"موږ دلته راغلي یو څو د مجرمینو په وړاندې خپل هېواد خوندي کړو. کومو چې هڅه وکړه په رومانیا کې د قانون واکمني ختمه کړي. موږ راغلي یو څو خپل حقونه وغواړو نه د هغوی ګټې."

پرون یوازې په پلازمېنه بخارست کې یو نیم لک کسان د کابینې له ودانۍ دباندې ټول شوي و.

د رومانیا حکومت له دې پرېکړې به د سوسیال ډموکرات مشر لیوو درګنا ډېره ګټه پورته کړي ځکه هغه له دندې په ناوړه استفادې تورن دی.