امریکا ایران د تخریبوونکو کړنو په ترسره کولو تورن کړ

د امریکا متحده ایالاتو تهران وروسته له هغې د تخریبوونکو کړنو په ترسره کولو تورن کړ چې د یکشنبې په ورځ‌یې یو بالسټیک میزایل ازمویلی دی.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین پرون وویل چې له همدې شېبې وروسته ایران ته رسماً خبرداری ورکوي.

هغه وویل:

"د بالسټیک میزایل وروستۍ ازموینه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۲۲۳۱ مادې سره په واضح ټکر کې ده. په دغې ماده کې له ایرانه غوښتنه شوې چې د اټمي سروکو د انتقال وړ د هېڅ ډول بالسټیک توغنديو فعالیت ترسره نه‎کړي."

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر ویلي چې د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین وروستۍ وینا دا ډاډ ورکوي چې امریکا د دغسې کړنو په خاطر چوپتیا نه‌غوره کوي.

ایران د بالسټیک میزایل ازموینه تائید کړې او ویلي یې دي چې دا کار یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سرغړاوی نه‎دی.