د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي چې د هېواد بهرنی سیاست باید د نړیوالو او سیمهییزو قدرتونو له رقابتونو لیرې پاتې شي.
ښاغلي سپنتا نن په کابل کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له لوري په جوړې شوې غونډه کې اندېښنه وښوده چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د سیمهییزو قدرتونو سیالۍ مخ پر پراخېدو ده.
دی وايي:
"موږ باید په ډېر دقت خپل هېواد د سیمهییزو قدرتونو له رقابتونو چې د ورځې په تېرېدو د پراختیا په حال کې دي لیرې وساتو."
که څه هم دا لومړی ځل نهدی چې په افغانستان کې د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو تر منځ د رقابتونو په اړه اندېښنې مطرح کېږي خو د بهرنیو چارو وزارت بیا تل دا ویلي چې هېڅکله به اجازه ورنهکړي څو خاورهیې د نورو پر ضد وکارول شي.