د اوکراين چارواکي وایي، دوه پوځیانیې د دغه هېواد په ختیځه برخه کې له روس پلوه جلا غوښتونکو سره د سختې جګړې په پنځمه ورځ وژل شوي دي.
د اوکراین پوځي چارواکو تائید کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۰ نور پوځیان ټپيان شوي هم دي.
اوکرایني چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې اته پوځیانیې وژل شوي او دا په یوه اوونۍ کې تر ټولو زیات تلفات دي.
جلا غوښتونکي چې د ډونېتڅک مرکز یې نیولی وایي چې پرون ناوخته په ډزو کې دوه ملکیان ټپیان شوي دي.
د جګړې دواړه ښکېلې خواوې یو بل تورنوي چې د حکومت تر کنټرول لاندې اویدیواکا ښار شاوخوا ته د جګړې په لا تودولو کې ګرم دي ځکه چې په دغه ښار باندې د جګړو په خاطر ګڼ شمېر خلک برېښنا، اوبو او د تودوخې سیسټم څخه پرته ژوند کوي.
په ډونیتڅک کې بیا د رپوټونو پر اساس ویل کېږي چې د دغه ښار د شمال سیمو د اوبو او تودوخې سیسټم لږ څه بېرته جوړ شوی دی.
د ۲۰۱۴ کال له اپرېل راهیسې د اوکراین په ختیځ کې د جګړو له امله ۹۷۵۰ تنه وژل شوي دي.