سپایسر: ګرین کارټ لرونکي امریکا ته پر ننوتو اجازې ته اړ نه‌دي

د امریکا متحده ایالاتو ویلي ګرین کارټ لرونکي دغه هېواد ته د ننوتلو په خاطر نور اجازې ته ضرورت نه‎لري.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل، دا مسئله د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له لوري د کډوالۍ د اجرائیه فرمان د لا وضاحت په نوي لارښود کې ځای شوې ده.

پر ګرین کارټ لرونکو دغه محدودیت د ولسمشر د جنوري د ۲۷مې نېټې د اجرائیه فرمان یو تر ټولو مبهم مورد و.

دغه فرمان په مؤقت ډول له یو شمېر اسلامي هېوادونو کډوال او سیلانیان متحده ایالاتو ته له ننوتلو منع کوي.

مخکې د امریکا حکومت چارواکو ویلي و چې د دغه فرمان له مخې د دغو هېوادونو ګرین کارټ لرونکي هم نه‌شي کولای د امریکا خاورې ته داخل شي.

که څه هم دوی کولای شي د اجازې د اخیستو غوښتنه وکړي خو ښایي هغه رد شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند زیاته کړه، د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې له زرو زیاتو ګرین کارټ لرونکو ته د یوې ځانګړې استثنا له مخې هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې خو د کارونو د اغېزمنتوب لپاره نور ګرین کارټ لرونکي اړتیا نه‎لري چې اجازه واخلي.