اجرائیه ریاست: پر افغانانو د هر هېواد محدودیتونه تعقیبوو

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د هر هېواد له لوري پر افغانانو د محدودیتونو د وضع کېدو مسئله له ډیپلوماتیکو لارې تعقیبوي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې د خبري ناستې پر مهال د کوېټ له لوري دغه هېواد ته د افغانانو پر ورتګ د بندیز په اړه وویل:

"موږ له ډیپلوماتیکو لارو هڅه کوو چې پر افغانانو د هر هېواد او په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو له لوري چې ښې اړیکې ورسره لرو وضع شوي محدودیتونه او ستونزې لیرې کړو."

تازه ځینو کوېټي رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې ګواکې د کوېټ حکومت دغه هېواد ته د افغانانو سربېره د پاکستان، ایران، عراق او سوریې د وګړو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې کوېټ دغه پرېکړه په یادو هېوادونو کې د امنیت خرابوالي او د مخ پر زیاتېدونکو ترهګریزو فعالیتونو د ډېرېدو له کبله کړې ده.