د مخابراتو وزیر وايي، پر برخلیک‌یې باید ژر پرېکړه وشي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وايي، ژر تر ژره‌یې باید د برخلیک په اړه پرېکړه وشي.

ولسمشر غني یوه میاشت وړاندې د عبدالرزاق وحیدي دنده د مخابراتو په وزارت کې د فساد په اړه د ادعاوو تر سپیناوي وځنډوله.

ښاغلي وحیدي نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې باید د مخابراتو په وزارت کې د فساد د ادعاوو د څېړنو پایلې ژره تر ژره له ولس شریکې شي.

دی وايي:

"زه په تمه یم چې څېړنې ژر تر ژره وروستۍ او پایلې یې خلکو ته معلومې شي."

اجرائیه ریاست بیا وايي چې د عبدالرزاق وحیدي د قضیې په اړه څېړنې روانې او د څېړنو د پایلو له معلومېدو وروسته به په دې اړه پرېکړه وشي.

شااوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان د ارګ ماڼۍ د مخابراتو په وزارت کې د فساد او په ځانګړي توګه د موبایل ټیلیفونونو له مالیې د ناوړه استفادې په تور د عبدالرزاق وحیدي دنده وځنډله او یوه پلاوي ته‌یې دنده وسپارله چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.