حسین خیل: وسله وال ډېورند پولي ته نېږدې واټن کې پټن‎ځایونه لري

په ختیځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین خیل وايي چې وسله‎وال مخالفین د ډېورند پولي سره په ډېر نېږدې واټن کې پټن‎ځایونه لري او هغه وسله‎وال چې دوی یې د عملیاتو په ترڅ کې نیسي، اکثراً یې هغه کسان دي چې د ډېورنډ له پولي اخوا یې روزنه شوي وي.

نوموړی زیاتوي چې هغه مهمې سرحدي لارې یې ټولې تړلي، په کومو چې وسله‎والو مخالفینو تګ راتګ کاوه.

له ښاغلي حسین خیل سره زموږ همکار محبوب شاه محبوب مرکه کړې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟