نوي کال لپاره کونړ کې دوه لکه مېوه لرونکي او زینتي بوټي روزل شوي

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د نوي کال لپاره‌يې نېږدې دوه لکه مېوه لرونکي او زینتي بوټي روزلي او د وېش کار یې پیل کړی.

پخوا به د کونړ په ګډون د هېواد زیاتو ولایتونو ته له پاکستان څخه هر کال د میلیونونو ډالرو بوټي واردېدل خو اوس دا ټول په هېواد کې دننه روزل کېږي.

نور تفصیل د ازادي راډیو خبریال روح‌الله انوري په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ښاغلي انوري راپور