د کډوالو په اړه د ټرمپ د فرمان لپاره نوی لارښود خپور شوی

سپینه ماڼۍ وایي، د کډوالو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اجرائیه فرمان د لا وضاحت لپاره‌یې نوی لارښود خپور کړی چې له مخې یې هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې د اوسېدو قانوني اجازه یا ګرین کارټ لري، د دې هېواد خاورې ته د داخلېدو لپاره اجازې ته اړتیا نه‌لري.

د سپینې ماڼې ویاند شان سپایسر «Sean Spicer» د چهارشنبې په ورځ وویل چې د سپینې ماڼۍ د شورا له‌خوا په خپاره شوي نوي لارښود کې دغه مسئله واضح شوې ده.

پر ګرین کارټ لرونکو دغه محدودیت د ولسمشر د جنوري د ۲۷مې نېټې د اجرائیه فرمان یو تر ټولو مبهم مورد و.

دغه فرمان په مؤقت ډول له یو شمېر اسلامي هېوادونو کډوال او سیلانیان متحده ایالاتو ته له ننوتو منع کوي.

مخکې د امریکا حکومت چارواکو ویلي و چې د دغه فرمان له مخې د دغو هېوادونو ګرین کارټ لرونکي هم نه‌شي کولای د امریکا خاورې ته داخل شي.

که څه هم دوی کولای شي د اجازې د اخیستو غوښتنه وکړي خو ښایي هغه رد شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند زیاته کړه، د جنوري تر ۳۱مې نېټې له زرو زیاتو ګرین کارټ لرونکو ته د یوې ځانګړې استثنا له مخې هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې خو د کارونو د اغېزمنتوب لپاره نور ګرین کارټ لرونکي اړتیا نه‌لري چې اجازه واخلي.