د امریکا حکومت ایران ته رسمي خبرداری ورکړی

د امریکا حکومت وایي، د ایران د توغندیو له ازموینې وروسته‌یې دغه هېواد ته رسمي خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلېن د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

"د بالسټیک توغندیو تازه ازموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له «۲۲-۲۳» پرېکړه‎لیکه سرغړونه ده، دا پرېکړه‎لیک له ایرانه غواړي چې د هغو بالسټیک توغندیو له هر راز هڅو ډډه وکړي چې د اټمي وسلو د لېږد وس لري، په دې کې د بالسټیک توغندیو د توغولو دغه ډول ټکنالوژي شامله ده."

تر دې یوه ورځ مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي ویلي و چې د ایران له لوري د بالسټیک توغندیو ازموینه هېڅ‌راز د منلو نه‎ده.

د نیکي هیلي د خبرو په غبرګون کې د ایران دفاع وزیر حسین دهقان د چهارشنبې په ورځ وویل چې په وروستیو کې ایران له خپل پلان سره سم د توغندیو ازموینه کړې ده او هېڅ بهرني هېواد ته به اجازه ورنه‎کړي چې د ایران په دفاعي چارو کې لاس ووهي.