د هرات له ښاره تر چشت شریف ولسوالۍ د ۱۵۵ کېلو مترو په اوږدو د سړک جوړېدو تړون له ایټالیا سره لاسلیک شو.
د افغانستان ماليې وزیر اکلیل حکیمي او په کابل کې د ایټالیا سفیر روبرتو کانتون پرون دغه تړون لاسلیک کړ.
اکلیل حکیمي وویل چې دا سړک به هرات له کابل سره له لنډې لارې ونښلوي.
نوموړي وویل:
"دا لاره د افغانستان د منځنۍ لویې لارې یوه برخه ده، یعنې له ختیځ کورېدور څخه لوېدیځ ته چې انشاءالله کار بهیې پیل شي."
د هرات له ښاره تر چشت شریف ولسوالۍ پورې به د دې سړک پر جوړېدو د ایټالیا ۹۲ میلیونه یورو لګښت وشي او په درېیو کلونو کې بهیې کار بشپړ شي.