ځواک: سنګین کې د وسله والو لوی برید ماتې سره مخ شوی

د هلمند چارواکي وایي، سنګین ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د طالب وسله والو لوی برید له ماتې سره مخ کړی او په درې ورځنۍ جګړه کې یې د ۳ طالب قومندانانو په ګډون ۳۲ وسله وال مخالفین وژلي او ۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن ازادي راډيو ته وویل چې د دولت وسله والو مخالفینو سنګین ولسوالۍ پر بېلابېلو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول.

نوموړي وویل چې امنیتي ځواکونو لسګونه ماینونه کشف او شنډ کړي او د مخالفینو ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې ویجاړ کړي دي.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.