د ویانا محکمې پرون سې شنبه درې افغان پناه غوښتونکي پر یوې ښځې د جنسي تېري په جرم په زندان محکوم کړل.
په دې کسانو کې دوه تنه اتلس کلن دي چې هر یو په شپږ کاله بند او درېیمیې ۱۶ کلن دی چې په پنځه کاله بند محکوم شوی دی.
د محکمې یوه ویاند روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا کسان د جرم د ترسره کولو پر مهال تر ۱۸ کلونو کم وو نو له دې املهیې دا موده ورته ټاکلې ده.
هغوی تېر کال د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پر یوې ۲۱ کلنې ښځې تېری کړی و.
اروپايي اتحادیې ته د افغانستان، عراق، سوريې او د افریقا د شمال یو شمېر هېوادونو د غیر قانوني کډوالو سېل په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ورمات شو.
دا له هغه راهیسې اول وار دی چې درې تنه افغان پناه غوښتونکي په اتریش کې په داسې جنایت محکوم شوي دي.
په داسې حال کې چې په اتریش کې به انتخابات کېږي، دې مسئلې به مطبوعاتو کې پراخ انعکاس وکړ او د غیر قانوني کډوالو او پناه غوښتونکو په اړهیې پراخ بحثونه پارولي دي.