په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې نیکي هیلي د ایران راکټي ازموینې کاملاً د نهمنلو وړ بللې دي.
اغلې هیلي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته چې د بندو دروازو تر شا وشوه پرون وویل، د ایران لهخوا د بالسټیک راکټونو ازموینه داسې یو کار دی چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو تر منځ شوی اټمي تړون تر پښو لاندې کوي.
مېرمن هیلي په نیویارک کې خبریالانو ته دا هم وویل چې ایران د جنورۍ په ۲۹مه یو راکټ ازمویلی دی.
ایران دا رپوټونه نهدي تائید کړي چې بالسټیک راکټیې ازمویلی او ګواکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخهیې سرغړونه کړې ده.
دا پرېکړهلیک ایران له دې منع کوي چې د اټمي سروکو د لېږد وړ راکټونه وازمويي.