د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ نیل ګرساچ د دغه هېواد د سترې محکمې د ریاست لپاره نوماند کړ.
ګرساچ د کلورادو ایالت د استېناف محکمې قاضي دی.
د سترې محکمې د مشرۍ کاندید ۴۹ کلن نیل ګرساچ په تېرو څو لسیزو کې د دې څوکۍ لپاره ځوان کاندید بلل کېږي.
که هغه تائید شي تمه کېږي چې د جنین د سقط، د همجنسبازانو د واده او نور لانجمن مهم مسایل تر پوښتنې لاندې راوستل شي.
تېر کال جمهوري غوښتونکو د سترې محکمې د ریاست لپاره د پخواني ولسمشر بارک اوباما د نوماند په اړه له غور کولو ډډه وکړه او اوس هم ویل کېږي چې د قاضي ګرساچ نوماندي به هم له ورته لانجو سره مخ وي.