عبدالله عبدالله هلمند کې د امنیتي ارګانونو پر همغږۍ ټینګار وکړ

اجرائیه ریاست وايي، عبدالله عبدالله هلمند ته د خپل سفر په لړ کې په دغه ولایت کې د امنیتي ارګانونو په لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی.

د اجرائیه ریاست له لوري نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ښاغلي عبدالله د هملند له سیمه‌ییزو او امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د پسرلي له رارسېدو وړاندې په لښکرګاه او د هلمند په ولسوالیو کې وسله‌وال مخالفین وځپي.

په اعلامیه کې راغلي چې اجرائیه رئیس د هلمند پوځي مسؤلینو ته ډاډ ورکړی چې مرکزي حکومت به‌یې ستونزو ته رسیده‌ګي وکړي.

اجرائیه رئیس د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار هلمند ولایت ته ولاړ.